Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2022

زلنسکي: د اوکراين بيا رغونې لپاره ډېرو پيسو ته اړتيا لرو

0
د اوکراین ولسمشر ولاد يمیر زلنسکي له نړیوالو بسپنه ورکونکو وغوښتل چې له هېواد سره یې ملاتړ زیات کړي.


د هغه په خبره د روسیې له‌خوا په حملو کې د ویجاړو شویو ښوونځیو او کورونو د رغولو لپاره زیاتو پیسو ته اړتیا لري.


زلنسکي پرون چهارشنبې په واشنګټن کې د نړیوال بانک او د پیسو د نړیوال وجهي صندوق، IMF غونډې ته په خبرو کې وویل، اوکراین شاوخوا ۵۵ ملیارډ ډالرو ته اړتیا لري.


۳۸ ملیارډ ډالره د بوديجې د کسر د پوره کولو لپاره او ۱۷ ملیارډه ډالره نور هم د اساسي بنسټیزو تاسیساتو د رغولو لپاره د راتلونکي کال اټکلي بودجې ته اړتیا لري.


د IMF مشرې او د امریکا د خزانې وزیر ویلي چې، نړیواله ټولنې هوډ کړی چې له اوکراین سره به خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса