Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2022

د ايران قضايه قوې مشر د نيول شويو اعتراض کوونکو لپاره د سختې سزا غوښتنه کړې

0
د ایران د قضایه قوې رئيس په دې هېواد کې د وروستیو اعتراضونو پر مهال د نیولو شویو کسانو لپاره د سختو سزاګانو غوښتنه کړې ده.


غلام حسین اژه ای دقضايي قوې مسؤلينو ته ویلي، په هغو کسانو دې د ضعیفو احکام له پلي کولو ځان وساتي چې، نوموړي د اعترض کوونکو اصلي عناصر بللي دي.


د ایران د قضایه قوې د مشر دا خبرې په ایران کې د وروستیو اعتراضونو د ځپلو لپاره د اقداماتو د سختېدو یوه بله نښه بلل کېږي.


تېره میاشت د پولیسو په توقیف کې د ۲۲ کلنې مهسا اميني وژنې په ټول ایران کې پراخ اعتراضونه راپارولي چې د څو اوونیو راهیسې په دې هېواد کې روان دي.


مهسا امیني د سم حجاب نه رعایت کولو په تور د ایران د ګشت ارشاد پولیسو له‌خوا ونیول شوه او درې ورځې وروسته د پولیسو په توقیف کې مړه شوه.


په داسې حال کې چې د هغې خپلوان او پلویان وايي،  هغه په توقیف کې وهل شوې وه خو چارواکو ویلي دي، هغې د زړه ناروغې درلوده.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса