Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2022

امریکا: سعودي دې د تېلو د تولید کمښت په اړه شوې پرېکړه وځنډوي

0
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت پرون جمعه په یوه اعلامیه کې وویل چې امریکا ورڅخه غوښتي و چې د تېلو د تولید د کمېدو لپاره د اوپیک د غړیو هېوادونو پرېکړه دې یوه میاشت وځنډېږي.


سعودي عربستان دا اعلامیه وروسته له دې خپره کې چې واشنګټن وویل د سعودي عربستان پرېکړه به بې عواقبو نه وي.


خو وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې د سعودي د یوه چارواکي په قول، چې نوم یې نه دی یاد کړی، ویلي چې امریکا دا غوښتنه د خپل هېواد د کانګرس د منځپړاوه انتخاباتو په خاطر کړې وه.


اوپیک او متحدو هېوادونو یې د اکتوبر په ۵ مه پرېکړه وکړه چې د تېلو تولید به په ورځ کې ۲ میلیون بېرله کم کړي.


د دوی دا پرېکړه د تېلو د بیې د لوړېدو سبب شوه.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса