Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2022

کندهار کې د فوټسال کپ سیالۍ؛ نورزاد لوبډلې اتلولي وګټله

0
د ځوانانو راډيو د فوټسال کپ سيالۍ د کندهار په کوربتوب بشپړې شوې.


د ځوانانو راډيو اتم پړاو سيالۍ په کندهار ولایت کې د اتو غوره لوبډلو ترمنځ ترسره شوې، چې د دې ولایت د فوټبال فدراسيون، سپورټ امريت، حکومتي مسوولانو او څه باندې درې زره ننداره کووونکو ګډون کړی وو.


دا لوبې د ځوانانو راډيو له خوا د فوټسال کمېټې او د فوټبال فدراسيون په همکارۍ د سالمې تفریح، يووالي، ورورولۍ او د فوټسال د ودې په موخه د کندهار ولایت د عينو مېنې وطن لوبځای کې ترسره شوې.


دوه غوره لوبډلو نورزاد او ان اف سي په زړه پورې سيالۍ نندارې ته وړاندې کړې او د ځوانانو راډيو د فوټسال کپ د اتم پړاو فاينل ته ووتې.




د نورزاد لوبډلې په وروستۍ سیالۍ کې د ان اف سي لوبډلې ته د پنالټي ضربې په ورکولو سره د ځوانانو راډيو د فوټسال کپ اتلولۍ لقب خپل کړ.


په پای کې د ان اف سي لوبډلې نه همت نورزی د غوره دروازه ساتوونکي په توګه انتخاب شو او د طلا دستکش يې تر لاسه کړ.


د نورزاد لوبډلې نه بيا وکيل رحماني د زياتو ګولونو په وهلو د غوره ګول وهوونکي لقب خپل کړ.


د نورزاد لوبډلې بل لوبغاړي منير حليمي هم د ځوانانو راډيو د فوټسال کپ اتم پړاو سیاليو غوره لوبغاړی اعلان شو او د طلايي توپ جايزه ورکړل شوه.


په جمنازيوم کې د خلکو شور او هيجان ددې لامل شو، چې د افغانستان د فوټسال په تاریخ کې د زياتو ننداره کوونکو سياليو ریکارډ مات کړي او له خلکو څخه د سټډيم د ډکېدو له امله دا سيالۍ د کندهار د فوټسال کميټې له پاڼې نه په ژوندۍ بڼه خپرې او ننداره شوې.


ټاکل شوې ده، چې په مياشت کې دننه د ځوانانو راډيو د فوټسال سوپر کپ سيالۍ له اتو زونونو څخه د اتو قهرمانو لوبډلو ترمنځ ترسره شي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса