Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2022

د ارورا کلنۍ جایزه 'جمیلې افغاني' ته ورکړل شوه

0
د بشریت د ویښتیا لپاره د ارورا اوومه کلنۍ جایزه جمیلې افغاني ته ورکړل شوه چې د بشري حقونو افغان مدافع، د تعلیم ملاتړې او د نور په نوم د تعلیمي او ظرفیت لوړونې سازمان مشره ده.


د نړیوالو اژانسونو په وینا جمیلې افغاني د خپل ژوند ۲۵ کاله تحصیل ته د ښځو لاسرسي ته وقف کړی دی.


د اکټوبر له څوارلسمې تر ‍۱۶مې د ایټالیا په وینیس ښار کې د ارورا بشردوستانه ابتکار په کوربه توب په لوړه کچه غونډې پر مهال د هغې د هڅو درناوی وشو.


ارورا بنسټ وايي د ۲۰۲۱م کال تر اګست میاشتې مخکې د جمیلې افغاني په بنسټ کې تر سل زره زیاتو ښځو د سواد د زده کړې په پروګرامونو کې نوم­لیکنه کړې وه او نور بنسټ تر لسو زرو زیاتو هغو ښځو ته قانوني مرسته او رواني ملاتړ برابر کړی، چې د کورني تاوتریخوالي ښکار شوې وې.


د ارورا جایزه له ۲۰۱۶م کال راهیسې هغو کسانو ته ورکول کېږي چې د بشردوستۍ په برخه کې یې کار کړی وي.


دغه جایزه د ارمنستان د نسل وژنې د خپل- خپلوانو په استازیتوب ورکول کېږي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса