Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2022

افغاني سرې مياشتې ټولنې اړمنو خلکو سره د مرستې د دوام خبر ورکړ

0
د افغاني سرې میاشتې ټولنې مشر وایي، راتلونکو میاشتو کې به هم له اړمنو افغانانو سره د دوی د خیر ښېګڼې چارې دوام پيدا کړي.


مولوي مطیع الحق خالص دغه څرګندونې پرون یکشنبه د سرې میاشتې ټولنې د ځانګړې اوونۍ مراسمو ته په وینا کې وکړې.


دغې غونډه ته د افغانستان لپاره د سره صلیب استازي ایلیو فیلیون هم خبرې کړي او د بې‌وزلو او مصیبت ځپلو په لاسنیوي کې يې د سرې میاشتې رول ستایلی دی.


د سرې میاشتې مشر ویلي، تېر یوه کال کې یې له شاوخوا دوه نیم لکه بې‌وزله کورنیو سره مرسته کړې او په خبره یې، راتلونکی کال به دغه مرسته نوره هم زیاته کړي.


په افغانستان کې بیا ځینې خلک شکایت کوي چې مرستې تر ډېره مستحقو کسانو ته نه رسیږي.


د خوړو نړیوال پروګرام وایي، دا مهال ۱۹ میلیونه افغانان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса