Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2022

د طالبانو عامې روغتيا وزارت په ۲۲ ولايتونو کې د پوليو ضد واکسين کمپاين پيل کړی

0
د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي، د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې یې د پولیو ضد واکسین فرعي کمپاین پیل کړی.


روان کال په افغانستان د پولیو دوه مثبتې پېښې په پکتیکا او کونړ کې ثبت شوې، چې په دې هېواد کې یې د یادې ناروغۍ د خپرېدو اندېښنه زیاته کړه.


که څه هم طالب چارواکي وايي، ژمن دي چې افغانستان له پولیو ویروس پاک کړي، خو په دې برخه کې لا ډېر کار ته اړتیا ده.


د طالبانو د عامې روغتيا وزارت د پولیو د له‌منځه‌ وړلو د ملي بېړني عملیاتي مرکز مسؤل نېک ولي‌ شاه مومن زادي راډیو ته وویل، د دې کمپاین له لارې به نږدې شپږ میلیونه ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین څاڅکي ورکړل شي.




نوموړی وايي: "د کمپاینونو پر مهال د واکسینو د پوښښ ساحه ډېره لوړه ده، له همدې امله د پولیو په پېښو کې خورا ډېر کم کموالی راغلی دی. باید یادونه وکړم چې په تېر دور کې نږدې درې نیم میلیونه ماشومان به د پولیو له واکسین بې‌برخې پاتې کېدل چې اوس دا ماشومان هم تر پوښښ لاندې راغلي دي."




د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، دا کمپاین د نړیوالو ادارو په همکارۍ پیلوي او د افغانستان د سویل، ختیځ، سویل ختیځ، شمالي، لوېدیځ او مرکزي ولایتونو اړوند ۱۹۴ولسوالۍ به تر پوښښ لاندې راولي. هغه ولسوالۍ چې د دې وزارت له قوله، د پولیو د ویروس د خپرېدو له خطر سره مخ دي.


د طالبانو حکومت د روغتیا وزارت د معلوماتو پر بنسټ، روان کال کې په افغانستان کې د پولیو ضد واکسین شپږ پړاوه سر تاسري او یو فرعي کمپاین عملي شوی چې د دغه وزارت له قوله، د پولیو د ویروس د کنټرول په برخه کې یې ښې پایلې لرلې دي.


په افغانستان په ۲۰۲۰ کال کې د پولیو ۵۶ مثبتې پېښې ثبتې شوې، خو تېر کال یعنې په ۲۰۲۱ کال کې دا شمېره ۴ را ښکته شوه.


طالب چارواکي له ټولو سیمه‌ییزو چارواکو، قومي مشرانو، د ټولنې مخورو، دیني عالمانو او کورنیو غواړي چې د دې کمپاین په بریالي تطبیق کې د پولیو ضد واکسین له ټیمونو سره همکاري وکړي.




دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې طالبان خپله تورن وو چې، په یو شمېر سیمو کې یې د پولیو د واکسین د تطبیق کوونکو پر وړاندې خنډونه جوړول او تر څنګ یې، په ځینو سیمو کې د دې کمپاین د عملي کېدو اجازه نه ورکوله.


له دې وړاندې په یو شمېر سیمو کې د پولیو واکسین په ښځینه کمپاین کوونکو بریدونه هم شوي چې وروستۍ هغه یې تېر کال په ننګرهار ولایت کې د یادونې دی.


افغانستان او پاکستان لا هم په نړۍ کې یوازیني دوه هېوادونه دي چې د پولیو له ویروس څخه پاک نه‌دي.




هاخوا د بیل او میلیندا ګیټس بنسټ په نړۍ کې د پولیو د له‌منځه وړو لپاره د یو میلیارډ او دوه سوه میلیون ډالرو مرستې ژمنه کوي.


دې بنسټ پرون یک‌شنبه په یوه اعلامیه کې لیکلي، دا پیسې به د هغې سټراټېژۍ له عملي کېدو سره مرسته وکړي چې تر۲۰۲۶ کال پورې په نړۍ کې د پولیو د له‌منځه وړو د نوښت په نوم جوړه شوې ده.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса