Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2022

د ريال ماډريد د فوټبال لوبډلې 'مهاجم کريم بن زيما' د غوره فوټبالر جايزه ترلاسه کړه

0
د ریال ماډرید د فوټبال ټیم مهاجم کریم بن زیما وتوانېده چې د ۲۰۲۲ م کال د غوره نارینه فوټبالر جایزه ترلاسه کړي.


زیما ته د طلايي توپ جایزه په هغو مراسمو کې چې د ( اکټوبر په ۱۷ مه) پاریس کې جوړ شوي وو، د فوټبال د نړۍ د نوموتي لوبغاړي زین الدین زیدان له‌خوا ورکړل شوه.


سږ کال د دې جایزې په ترلاسه کولو کې د کریم بن زیما په وړاندې د لیونډوسکي او سډیو مین په څېر لوبغاړو حضور درلود.


د فوټبال د نړۍ پېژندل شوی لوبغاړی لیونل میسي چې اوه ځلې یې د طلايي توپ جایزه اخیستې، سږ کال دې جایزې ته نوماند نه و.


د ښځو په برخه کې د بارسلونا د فوټبال ټیم لوبغاړې الیکسیا پوتیلاس وتوانېده چې د ۲۰۲۲ م کال د طلايي توپ جایزه ترلاسه کړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса