Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2022

د کرېکټ نړيوال جام؛ د افغانستان او پاکستان تمريناتي لوبه بې پايلې پای ته ورسېده

0
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کرېکټ د تمریناتي لوبې پچه یا ټاس پاکستان وګاټه او افغان لوبډلې ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه.


که څه هم د افغان لوبډلې پیل ښه و او دواړه پیلیز رحمان الله ګربز او حضرت الله ځاځی ژر ژر وسوځېدل خو وروسته د ابراهیم ځدارن ۳۵، محمد نبي ۵۱ او عثمان غني ۳۲ منډو هدف یو څه لوړ کړ.


افغان لوبډلې د شپږ وېکټو په زیان پاکستان ته د ۱۵۵ منډو هدف وټاکه.


د پاکستان په توپ اچوونکو کې شاهین افریدي او حارث روف دوه دوه افغان لوبغاړي او دغه شان شاداب خان او محمد نواز یو یو افغان لوبغاړی وسوځاوه.


په دوهمه پاڼۍ کې که څه هم دوه اورونه وشول خو د سخت باران له امله پاتې لوبه ونه‌شوه.


دا د افغانستان دويمه تمریني لوبه وه، له دې وړاندې يې په بله تمریني لوبه کې بنګله‌دېش ته ستره ماتې ورکړه وه.




افغانستان به له دې وروسته خپله لومړۍ لوبه د اکتوبر په ۲۲مه د انګلنډ سره د افغانستان په وخت له غرمې وروسته درې نیمې بجې کوي.


دغه شان به د اکتوبر په ۲۶ مه د افغانستان په وخت سهار اته بجې او دېرش دقیقې له نیوزلانډ سره مخ کېږي.


په درېیمه لوبه چې د اکټوبر په ۲۸ مه د افغانستان په وخت سهار څلور نیمې بجې کېږي افغانستان د لومړي پړاو له یوې بریالۍ لوبډلې سره مخ کېږي چې تر دې دمه لا نه‌ده معلومه.




د نومبر په لومړۍ نېټه افغانستان خپله څلورمه لوبه د لومړي پړاو له یوې بلې بریالۍ لوبډلې سره کوي چې دا هم لا نه‌ده معلومه.




او په وروستۍ لوبه کې چې د نومبر په څلورمه د افغانستان په وخت د سهار په لس بجو پیلیږي افغانستان له اسټرلیا سره مخ دی.


د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي دي چې لوبډله د سیالیو اصلي پړاو ته له یوې ګټې او یوې مساوې شوې لوبو سره په لوړ مورال ځي.


کرېکټ بورډ هیله ښودلې چې افغان لوبډله به په روانو سیالیو کې ښې لاسته راوړنې ولري.


د کرېکټ ملي لوبغاړو هم نړیوال جام سیالیو ته له تګ مخکې د ښو لاس ته راوړنو ژمنې کړي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса