Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2022

تاجکستان: د افغانستان په شمالي ولایتونو کې جهادي مدرسې پرانیستل شوي

0
د تاجکستان د کورنیو چارو وزیر رمضان رحیمزاده د افغانستان په شمالي او ختیځو ولایتونو کې د ترهګرو ډلو په اړه چې د ده په خبره ځان بېرته منسجم کوي، اندېښنه وښوده.


د تاس خبري آژانس د راپور له مخې نوموړي په پلازمېنه دوشنبې کې له تروریزم سره د مبارزې په اړه د نړیوالې او سیمه ییزې همکارۍ یوې غونډې ته په خبرو کې وویل چې په دې وروستیو کې په تېره بیا د افغانستان په شمالي ولایتونو کې چې له تاجکستان سره پولې لري، جهادي مدرسې پرانیستل شوي او د دې هېواد له جنوبي او ختیځو ولایتونو څخه ترهګرې ډلې په شمالي ولایتونو کې ځای پر ځای کېږي.


د طالبانوحکومت د هغه د ې څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي، خو له دې مخکې یې ویلي و چې هېڅ یوې ترهګرې ډلې ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې د ګاونډیانو پرضد د برید لپاره کار واخلي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса