Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2022

ګربز: روغتيايي وضعيت مې ښه دی او لوبه کې ګډون کوم

0
د افغانستان د کرېکټ پیلیز توپوهونکی رحمن الله ګربز وايي ټولو ته ډاډ ورکوي چې صحت یې ښه دی او لوبه کې ګډون کوي.


رحمن الله ګربز له پاکستان سره د تمریني لوبې پر مهال د پاکستاني بالر شاهین شاه افریدي په یوه بال په پښه ولګېد او ژوبل شو.




ګربز نن په خپل فېسبوک یو پيغام خپور کړی او ويلي يې دي: "لکه څنګه چې تاسو ته معلومه وه چې تېره لوبه کې زما پښه لږه ټپي شوه. نو ډېر زیات هېوادوال خواشیني وو. ټولو ته ډاډ ورکوم چې زه باالکل جوړ یمه. ستاسو د دعاګانو برکت دی. ان شاالله زه به راتلونکې لوبې ته به روغ و اوسم. له ټولو زیاته مننه په دعاګانو کې موږ یاد ساتئ څو د افغانستان لپاره ښې لوبې وکړو."


کرېکټ بورډ هم ویلي، د ټیم ډاکټر ډاډ ورکړی چې ګربز به د کرېکټ په نړۍوال جام کې خپلې لوبې ترسره کړای شي او ستونزه یې د اندېښنې نه‌ده.




رحمن الله ګربز د افغانستان پيلیز توپوهونکی او وېکټ ساتونکی دی.


هغه چې ۹۶ شل اوریزې لوبې کړي او څه باندې ۱۵۰ سټرایک رېټ لري د افغانستان له چټکو توپ‌وهونکو دی.


افغانستان به په نړیوال شل اوریز جام کې د غوره پړاو لومړۍ لوبه د انګلستان په وړاندې همدا شنبه ترسره کړي.


تر هغه وروسته له نیوزیلند، سریلانکا، اسټرالیا او د غوراوي پړاو له دویم ټیم سره مخ کېږي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса