ذبیحالله مجاهد: طالبانو په کابل کې ۶ داعشیان وژلي او ۲ نور یې نیولي
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد شېبه وړاندې رسنیو ته استولې خبرپاڼه لیکلي، لومړی عملیات د کابل په ختیځ کې وشول چې دوه تنه داعشیان په کې ووژل شول.
مجاهد زیاتوي، وروسته د کابل ښار اتمې حوزې اړوند کې د داعش وسلهوالو يو پټنځای کشف او ماښام مهال عمليات پرې پيل شول چې په پایله کې یې د داعش شپږ تنه ووژل شول.
د مجاهد په خبره، له وژل شویو داعشیانو یو شمېر وسلې او مهمات هم په لاس ورغلي دي.
ذبیحالله مجاهد دا ادعا هم کوي چې وژل شوي داعش وسلهوال هغه کسان وو چې په کاج ښوونیز مرکز، د وزیر اکبر جومات او ځینو نورو سیمو کې یې بریدونو لاس درلود.
طالب چارواکي، په دې عملیاتو کې د دوی د یوه وسلهوال د وژل کېدل او یو بل ټپي کېدل هم تاییدوي.
