Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2022

اوکرایني ځواکونو خرسون کې په روسي سنګرونو توغندويي بریدونه کړي

0
د اوکراین ځواکونو په جنوبي سیمه خرسون چې په غیرقانوني ډول د روسیې له خوا اشغال شوې، د روسیې پر سنګرونو د توغندیو ډزې کړي.


د اوکراین د ولسمشر، ولودمیر زلینسکي دفتر وايي ۸۸ استوګنځي په جنوبي سیمه خرسون او ۵۵۱ استوګنځي په شمال ختیځه سیمه خارکییف کې له اشغال څخه خلاص شوي.


د دې دفتر په وینا د اوکرایني ځواکونو ځوابي عملیات په خرسون سیمه کې د پرمختګ په حال کې دي.


د زلینسکي د دفتر مرستیال مشر، کیریلو تیموشینکو په ټلګرام کې د دغو عملیاتو د نتایجو په اړه جزییات شریک کړي دي.


د اوکراین پوځ دغه ځوابي عملیات څو اوونۍ مخکې د خرسون او تر هغه مخکې د خارکییف پر لوري پیل کړي.


د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلینسکي تېره شپه په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، چې د اوکراین پوځ په خرسون کې د روسۍ وسلو په نیولو کې هم له ځانه ښه وړتیا ښودلې ده.




اوکرایني ځواکونه هڅه کوي چې په خرسون سیمه کې روسي ځواکونه په ختیځ کې د دنیپر خوا ته په شاتګ مجبوره کړي.


راپورونه وايي، د دنیپر رود په غربي څنډه کې چې خرسون سیمه کې په پرته ده، د روسي سرتېرو د اکمالاتو لار او د استحکاماتو چارې له خنډ او ځنډ سره مخامخې شوې دي.


د اوکراین په جنوب کې د عملیاتو د قوماندې ویاندې، نتالیا هومین­یوک ویلي، د اوکراین پوځ په خرسون کې پر دنیپر رود انتونیفسکی پُل په نښه کړی دی.


د هغې په خبره دا حمله د شپې د ګرځ­بندیز پر مهال شوې او په سیمه کې د روسیې له خوا ګمارل شویو چارواکو دغه ګرځ­بندیز د ملکي مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره نافذ کړی دی.


نتالیا د اوکراین ټلویزیون ته ویلي، دوی پر ملکیانو او استوګنځیو حملې نه کوي.


د اوکراین حملې د دې سبب شوې چې انتونیفسکی پُل له کاره ولوېږي او روسي چارواکي مجبوره شي چې د اکمالاتو او د ملکیانو د ځای پر ځای کولو لپاره د کښتیو لارې او موقتي پلونه وکاروي.


په همدې حال کې د امریکا د متحدو ایالتونو او روسیې دفاع وزیرانو لویډاسټین او سرګي شویګو پرون د ټیلیفون له لارې په اوکراین کې پر روان وضعیت خبرې وکړې.


د امریکا د دفاع وزارت ویاند برید جنرال بټ رېډر وايي، هدف دا و، چې د دواړو لوریو ترمنځ د تماسونو کرښې پرانیستې وساتل شي.


د دغه وزارت په خبره د امریکا دفاع وزیر وروسته له خپل اوکرایني ساري اولکسي رزنیکوف سره هم خبرې وکړې، چې د اوکراین د ملاتړ لپاره د امریکا پر تعهد ټینګار وکړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса