Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2022

سرچینې: حامدکرزي ته له افغانستانه بهر د سفر اجازه نه ورکول کېږي

0
پخواني افغان ولسمشر حامدکرزي ته نږدې سرچینې وايي، د طالبانو حکومت هغه ته اجازه نه ورکوي چې له هېواد بهر ووځي.


کرزي ته یوې نږدې سرچینې نن ازادي راډیو ته وویل چې طالبانو د جرمني په پلازمېنه برلین کې په یوه نړیواله غونډه کې د ګډون لپاره د کرزي غوښتنې ته ځواب نه دی ویلی.


سرچینې زیاته کړه چې طالبانو پر افغانستان د واکمنۍ له پیله تراوسه روسیې او هند او اوس جرمني ته د سفر لپاره د کرزي غوښتنو ته له ځواب ویلو ډډه کړې.


حامدکرزی، د پخواني دولت د سولې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله او د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار د پخواني نظام جګپوړي چارواکي دي چې د نړیوالو ځواکونو تروتلو وروسته هم په افغانستان کې پاتې دي، خو عبدالله او مسلمیار مخکې له دې بهر ته سفرونه کړي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса