Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2022

طالبان: کابل کې پر کاج ښوونیز مرکز د برید ۶ عاملان ووژل شول

0
که څه هم  پر کاج ښوونیز مرکز د برید مسولیت تر اوسه کومه ډلې نه دی منلی، طالبان ادعا کوي د داعش هغه وسله‌وال یې وژلي  چې پر دې  ښوونیز برید کې یې لاس درلود. 


 طالبانو دا برید  چې د کابل په دشت برچي کې د تلې په اتمه نیټه  ۵۵ کسان ووژل د داعش د وسلوالې ډلې کار بللی دی.  ددې برید ډیرې قربانیانې هغه نجونې وې چې د کانکور ازموینې ته یې چمتوالی نیوه. 


تازه د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد یوه خبرپاڼه چې رسنیو ته یې استولې، ادعا کړې چې د دې پېښې عاملان داعش وسله‌وال یې نیولي او وژلي دي.




په دې خبرپاڼه کې زیاته شوې، لومړی عملیات د کابل په ختیځ کې وشول چې دوه تنه داعشیان په کې ژوندي ونیول شول.


مجاهد زیاتوي، وروسته د کابل ښار اتمې حوزې اړوند کې د داعش وسله‌‌والو يو پټنځای کشف او ماښام مهال عمليات پرې پيل شول چې په پایله کې یې د داعش شپږ تنه ووژل شول.


خو د دې پېښې د قربانیانو له ډلې د یوه د کورنۍ غړی چې د امنیتي ستونزو له امله نه غواړي نوم یې راپور کې خپور شي، د طالبانو دې ادعا ته د شک په سترګه ګوري.


هغه وايي: "دا ادعا چې وايي، په کاج ښوونیز مرکز داعش ډلې برید کړی، هیڅوک نه‌مني. په کاج ښوونیز مرکز د برید مسوولیت داعش ډلې نه‌دی منلی، پس څه ډول ویلای شو چې دا کار داعش کړی. شاید په هغو کسانو یې عملیات کړی وي چې کومه بله ګناه یې کړې وي "


په افغانستان کې د داعش د خراسان څانګې تر دې مخکې په ځینو طالب پلوو دیني عالمانو، هزاره ټبرو ولسي وګړو او د صوفیانو پر جوماتونو د بریدونو پړه منلې خو د کاج ښوونیز مرکز دې برید د مسولیت په اړه تر اوسه دې ډلې څه نه دي ویلي. 


که څه هم طالب چارواکي تل ادعا کوي چې امنیت یې بشپړ خوندی کړی، خو په کاج ښوونیز مرکز، وزیر اکبر خان جومات او یو شمېر نورو سیمو کې وروستي بریدونه دا دعوه تر پوښتنې لاندې راولي.


د مخکیني حکومت یو نظامي چارواکی چې نه غواړي نوم یې راپور کې خپور شوي وايي، د طالبانو حکومت د قانون او یوه قوي نظام په نشتون کې د امنیت راوستو توان نه‌لري.


که څه هم په تیرو میاشتو کې طالبانو د امنیت ټینګولو  په نوم په ټول کابل او نږدې ولایتونو کې کور په کور تالاشي وکړه، خو بیا هم لا تر اوسه خلک خوندي نه‌دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса