Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2022

ملا هبت الله: بنديانو سره دې شرعي چلند وشي

0
د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده پر خپلو ځواکونو غږ کړی چې له بندیانو سره "شرعي چلند وکړي او ناروا سزواې ور نه‌کړي."


د طالبانو د اعلامیې له مخې، اخندزاده دغه څرګندونې پرون د دفاع وزارت د استخباراتو معینیت او د قل اردوګانو د مسولانو غونډې ته په وینا کې کړي دي.


د اعلامیې په حواله هبت الله اخندزاده له طالبانو غوښتي چې خپلې لیکې تصفیه او نا مطلوبه کسان باید په دندو ونه ګماري.


څو ورځې وړاندې د طالبانو د رئیس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي هم یوې غونډې ته وویل " له اسیرانو سره بد چلند او د هغوی وژل" په هیڅ صورت د منلو نه‌دي.


د طالبانو مشران دغه څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې په پنجشېر ولایت کې څه موده وړاندې د طالبانو له‌خوا د جنګي اسیرانو د وژلو ویډیوګانې خپرې شوې او د ملګرو ملتونو په ګډون یې دبېلابېلو خواو غبرګونونه وپارول.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса