Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2022

طالب چارواکي: بدخشان کې د عملياتو پر مهال ۳۸ مخالفين وژل شوي

0
د بدخشان لپاره د طالبانو چارواکي وايي، په تېره یوه اوونۍ کې د تصفیوي عملیاتو پر مهال د دوی په ټکو ۳۸ بغاوت کوونکي وژل شوي او ۷۸ تنه نور یې نیول شوي دي.


باختر ژانس چې د طالبانو په کنټرول کې دی، د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ د رئیس معز الدین احمدي په وینا خبر ورکړی، چې دغو عملیاتو کې ۳ طالبان هم وژل شوي او ۵ تنه یې ټپیان شوي دي.


په وروستیو کې له بدخشانه د مقاومت جبهې د غړو او طالبانو ترمنځ د جګړو راپورونه ورکول کېدل.


د دې جبهې ویاند صبغت احمدي، د جمعې ناوخته په ټویټر کې ادعا وکړه، چې طالبانو د دې جبهې ځینې غړي او ملکیان تر نیولو وروسته په ډزو وژلي دي.


دواړو لوریو زیات مهال د یو بل د مرګ‌ژوبلې ادعاوې کړې دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса