Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2022

د برېتانيا د صدراعظم په توګه د 'ريشي سوناک' د ټاکل کېدو احتمال زيات دی

0
وروسته له هغې چې د برېتانیا پخوانی صدراعظم بوریس جانسن د نوي صدراعظم په توګه له کاندیدۍ تېر شو، د مالیې پخواني وزیر ریشي سوناک ته د دې ډېره زمینه برابره شوې چې نن د برېتانیا د نوي صدراعظم په توګه وټاکل شي.


دا وروسته له هغې چې د برېتانیا پخوانۍ صدراعظمې لیز ټراس تېره اوونۍ خپله استعفا اعلان کړه.


د فرانسپرس اژانس د راپور له مخې د صدراعظمي څوکۍ ته د کاندېدو لپاره یو کاندید د پارلمان لږ تر لږه د سلو غړیو ملاتړ ته اړتیا لري چې ښاغلي سوناک د تېرې جمعې تر ورځې پورې د نږدې ۱۵۰ کاندیدانو ملاتړ ترلاسه کړی و.


که ریشي سوناک د برېتانیا د صدراعظم په توګه وټاکل شي دا به د برېتانیا په تاریخ کې لومړنی هندي الاصله صدراعظم وي چې ټاکل کېږي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса