Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2022

د اندېښنو دوام؛ د کډوالو عالي کمېشنرۍ افغان مېرمنو ته د حقونو د ورکړې غوښتنه کړې

0
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري د افغان نجونو او ښځو وضعیت د اندېښنې وړ بولي.


د دې سازمان د اسیا پاسیفیک څانګې نن سهار په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، اوسني وضعیت د افغان نجونو او ښځو په ژوند خورا بد اغېز کړی.


دې ادارې لیکلي: "افغان نجونې او ښځې د سفر، زده‌کړو او کار د محدودیت په ګډون، له سختو ګواښونو سره مخ دي چې د دوی په خوندیتوب او هوساینه یې بده اغېزه کړې ده."


د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمېشنري زیاتوي، د افغانستان د راتلونکې او سوکالۍ لپاره باید د دوی حقونه خوندي وساتل شي.




دا غوښتنه داسې مهال مطرح کېږي چې نن د ملګرو ملتونو سازمان د جوړېدو ۷۷یمه کلیزه ده.


دا ورځ سږ کال په افغانستان کې داسې مهال راځي، چې افغانان د خپل اوسني وضعیت د بدلون په برخه کې له دې سازمان د بشپړې همکارۍ او مرستې غوښتنه لري.


د دې سازمان د سږني کال شعار "د سولې او سوکالۍ لپاره بېرته سره یو ځای کېږو." دی، هغه شعار چې افغانستان یې د رسېدو لپاره لا اوږد واټن مخکې لري.




د زور له لارې د طالبانو له‌خوا د قدرت نیولو په افغانستان کې د سولې او ټیکاو پر وړاندې یو ځل بیا خنډونه جوړ کړي، هغه چې د جګړې وېره یې زیاته کړې او تر څنګ یې ځینې وسله‌والو ګروپونو عملا د طالبانو پر ضد جګړه پیل کړې.


طالبان په دې هم تورن دي چې، د افغانانو په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو حقونه یې نقض کړي.


د بېلګې په توګه طالبانو د عامې روغتیا او پوهنې وزارتونو پرته په ټولو ادارو کې ښځې له دندو ګوښه کړي، له شپږم ټولګي پورته یې د نجونو ښوونځي تړلي، له محرم پرته یې په سفرونو بندیز لګولی او پر ښځو یې مخ پټول هم اجباري کړي دي.


هغه څه چې یو شمېر افغان نجونې او ښځې یې پر وړاندې را پورته شوي او خبره یې تر اعتراضونو او لاریونونو را رسېدلې.




يوه مدافع وکيله چې نه غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي وايي، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، اجازه ور نه‌کړل شوه چې خپلې دندې ته دوام ورکړي.




اوس د ملګرو ملتونو د جوړېدو په ۷۷یمه کلیزه او که څه هم د دې سازمان په ماموریت نیوکه کوي، خو زياتوي، ملګري ملتونه باید په پوره رسالت د افغانانو د ژوغورنې لپاره جدي ګامونه واخلي.


نوموړې وايي: "موږ له ملګرو ملتونو پوښتنه کوو چې تاسې د څه لپاره جوړ شوئ، ولې خپل کار نه کوئ، ولې د فقیرو او مظلومو هېوادونو پر وړاندې خپل مسؤلیت نه ترسره کوئ. اوس افغانستان ښځې د جاهلیت د زمانې په څېر ژوند کوي. ولې اوس چپ یاست، ستاسې دنده خو یوازې راپور جوړول نه‌دي."




هاخوا د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش وايي، ملګري ملتونه ځان د هیلو او ارمانونو سمبول بولي او دا سازمان د خلکو له هیلو را ټوکېدلی دی.


ملګرو ملتونو په خپله ویب‌پاڼه د ښاغلي ګوتریش له قوله لیکلي، دا سازمان اوس له ازموینو سره مخ دی، خو ملګري ملتونه همداسې ورځو لپاره جوړ شوی سازمان دی چې د سولې ټینګښت، د بې‌وزلۍ او نا برابرۍ د پای ته رسولو لپاره کار وکړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса