Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2022

مشهور نړیوال اپلېکېشن 'وټس اپ' بېرته کار پیل کړ

0
مشهور نړیوال اپلېکېشن وټس اپ بېرته کار پیل کړ.


د پیغام استولو دغه مشهور او نړیوال اپلېکېشن د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د لنډ وخت لپاره کار پرېښی و.


د افغانستان او پاکستان په ګډون په اسیايي هېوادونو، اروپا، جنوبي افریقا او نوره نړۍ کې د وټس اپ کاروونکو د شاوخوا د دوو ساعتونو لپاره د دې اپلېکېشن له لارې د پیغامونو په استولو کې د ستونزې راپور ورکړی وو.


د دې ستونزې علت نه دی څرګند شوی، خو رویټرز خبري اژانس د میټا کمپنۍ چې وټس اپ یې ملکیت دی د ویاند له قوله ویلي چې دوی له ستونزې خبر دي او پر جوړولو یې کار روان دی.


وټس اپ په افغانستان سربېره د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د خلکو ترمنځ د ورځنیو تماسونو او اړیکو له بوختو پیغام استوونکو اپلېکېشنونو څخه دی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса