Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2022

زیلینسکي: روسیې د اوکراین د انرژۍ څه باندې درېیمه برخه تاسیسات ویجاړ کړي

0
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي وايي، روسیې د ده د هېواد د انرژۍ څه باندې درېیمه برخه تاسیسات ویجاړ کړي دي.


زیلینسکي نن په برلین کې د اوکراین د رغونې په اړه غونډې ته د ویډیو کنفرانس له لارې په وینا کې وویل چې روسیې د اوکراین هر څه وران کړي او د دې هېواد لپاره به دا ګرانه وي چې راروان ژمی تېر کړي.


په برلین کې د اوکراین د رغونې په کنفرانس کې د جرمني د صدراعظم اولاف شولڅ او د اروپايي کمېسیون د مشرې اورزولا وان دېرلین په ګډون د اروپا جګپوړو چارواکو ګډون کړی و.


مېرمن وان دیرلین د اوکراین پر ملکي تاسیساتو برید تروریستي عمل وباله.


د نړیوال بانک د اټکل له مخې روسیې د اوکراین عامه تاسیساتو ته د ۳۴۵ میلیارد ډالرو انډول زیان اړولی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса