Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2022

'وټس اپ' د نړۍ په ګوټ ګوټ کې کار پرېښود

0
د پیغام استولو مشهور اپلېکېشن وټس اپ د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د ګڼو کارونکو لپاره کار پرېښی دی.


په اروپا، د افغانستان پاکستان په شمول اسیايي هېوادونو، جنوبي افریقا او نوره نړۍ کې د وټس اپ کارونکو ددې اپلېکېشن له لارې د پیغامونو په استولو کې د ستونزې راپور ورکړی دی.


تر اوسه د ګڼو کارونکو لپاره د وټس اپ د ناکاره کېدو سبب نه دی څرګند خو رویټرز خبري اژانس د میټا کمپنۍ چې د وټس اپ مالکیت لري د یو ویاند له خولې ویلي: "موږ خبرو یوو چې ځینې خلک دا مهال د پیغامونو په استولو کې ستونزه لري، موږ کار کوو څو هر څومره زر چې ممکنه وي بېرته د ټولو لپاره وټس اپ کار پیل کړي."


وټس اپ په افغانستان سربېره د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د خلکو ترمنځ د ورځنیو تماسونو او اړیکو په برخه کې یو له بوختو پیغام استونکو اپلېکېشنونو څخه دی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса