Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2022

کابل کې مېشت هندوان او سېکهان: سږ کال مو د 'ديوالي' مراسم کمرنګه و

0
یو شمېر افغان هندوان او سېکهان وايي، سږ کال یې له دې امله چې ډېر عزیزان يې افغانستان کې نه‌وو، د دیوالي مراسم کم‌رنګه و.


من موهن سنگهـ استالفي چې کابل کې اوسېږي وايي، سږ کال د دیوالۍ مراسم د نورو کلونو په شان نه و.


هغه د سه‌شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "موږ له دې امله سږ کال دیوالي کمرنګه ونمانځله چې زیات شور جوړ نه‌شي او کومه ستونزه منځته را نه‌شي. بله دا چې خلک هم کم وو، یوازې مو درمسال کې شمعې روښانه کړې او یو څو تنه چې هلته راغونډ وو، خپله خوښي مو ونمانځله."


د ازادي راډیو د راپورونو پر بنسټ، وروستي یو کال کې ډېر شمېر افغان هندوانو او سېکهانو د نا امنۍ او دوی ته د امنیتي ګواښونو له امله خپل وطن پرېښود او یو شمېر نورو هېوادونو په ځانګړي ډول هند ته کډوال شول.


افغان سېکهـ ګورمن سنگهـ چې اوس هند کې اوسېږي وايي، درې میاشتې کېږي چې له افغانستان هند ته کډوال شوی دی.




هغه له خپل وطن لېرې په بل وطن کې د دیوالي د نمانځلو په اړه ازادي راډیو ته وویل: "موږ دیوالي هند کې ونمانځله، خو مسافري ډېره سخته ده. وطن او خپل جایداد چې را یادېږي، ډېر راته ګرانه تمامېږي."


هڅه مو وکړه چې اوس‌مهال په افغانستان کې د افغان هندوانو او سېکهانو کره شمېر معلوم کړو، خو له ډېرو هڅو سره سره، و نه توانېدو دا شمېرې په لاس راوړو.


سږ کال د اکټوبر ۲۴مه د دیوالي ورځ وه چې د هندوانو او سېکهانو له‌خوا د افغانستان په ګډون په بېلابېلو هېوادونو کې په ځانګړې ډول ونمانځل شوه.




د راپورونو پر بنسټ، دا جشن د شر پر وړاندې د خیر (پر ظلم د نور ) په دود نمانځل کېږي چې د هندوانو او سېکهانو یو له مهمو مذهبي او سنتي جشنونو دی او پنځه ورځې دوام کوي.


په دیوالي کې موسیقي غږول کېږي، اور لوبه کېږي او شمع روښانه کېږي.


د نور جشن د هندوانو د کلیزې له مخې، خزان په نیمايي او د نوې میاشتې په پیل کېږي نمانځل کېږي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса