Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2022

د طالبانو حکومت په نا مستقيم ډول د ريچارد بېنيټ راپور ته غبرګون ښودلی

0
د طالبانو حکومت په نا مستقیم ډول د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بېنیټ وروستي راپور ته غبرګون ښودلی دی.


که څه هم د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې د ښاغلي بېنیټ نوم نه‌دی راغلی، خو دوی د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې د یو شمېر څیړونکو بنسټونو پر تګلارو نیوکه کړې.


دغه وزارت تېر ماښام په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دوی د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې د بشري حقونو او بشري وضعیت د څار لپاره ګمارل شویو ادارو او اشخاصو ته د بې پرې موندنو شرایط برابر کړي دي.


خبرپاڼه کې نیوکه شوې چې د همکارۍ له دغې روحیې سره سره بیا هم ځینې اشخاص د واقعیت موندنې د علمي تګلارو خلاف د اوازو او مجازي سرچینو په استناد راپورونه جوړوي او د حاکم نظام پر ضد یې کاروي.


طالبانو دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارد بېنیټ بیګا یوځل بیا وویل، افغانستان کې بشري وضعیت مخ په خرابېدو دی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса