Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2022

د يوې چاودنې له امله د الفاروق قول اردو ۵ روغتيايي کارکوونکي وژل شوي

0
د افغانستان په لوېدیځ کې یوې چاودنې د طالبانو د دفاع وزارت اړوند الفاروق قول اردو ۵ صحي پرسونل وژلي او یو شمېر نور یې ټپیان کړي.


دفاع وزارت په خپل ټوېټر دا خبره تایید کړې ده.


په بیان کې د چاودنې دقیق ځای نه‌دی په ډاګه شوی.


د بیان له مخې برید نن سهار د ناپېژاندو وسله والو له‌خوا د ۲۰۷ الفاروق قول اردو د روغتیاپالانو په یوه کاسټر ډول موټر وشو.


الفاروق قول اردو په هرات کې مېشته د افغانستان د څو لوېدیځو ولایتونو لپاره د طالبانو تر ټولو یوه لویه پوځي اډه ده.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса