Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2022

امريکا: ايراني چارواکي دې ژر تر ژره د 'حقيقت نژاد' مړی د هغه کورنۍ ته وسپاري

0
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو له‌خوا د ازادي راډیو د فردا څانګې د خبریال رضا حقیقت نژاد د جنازې د تښتولو له پېښې خپله کرکه ښودلې.


د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یوه ویاند فردا راډیو ته ویلي چې متحده ایالات د هغو راپورونو په اړه خواشینی دی چې ایراني ځواکونو د رضا حقیقت نژاد جسد تښتولی او په ایراني چارواکو غږ کوي چې ژر تر ژره د حقیقت نژاد مړی د هغه کورنۍ ته وسپاري.


۴۵ کلن رضا حقیقت نژاد د اکتوبر په ١٧مه په برلين کې مړ شو او جسد يې د اکتوبر په ٢٥مه د تدفين لپاره ايران ته انتقال شو.


د راپورونو له مخې، د هغه جسد د سپاه پاسداران د افسرانو له‌خوا نامعلوم ځای ته وړل شوی او ورک دی.


د اکټوبر په ۲۷مه د حقیقت نژاد مور بیګم جان رئیسي په یوه ویډیويي بیان کې وویل چې ایراني امنیتي ځواکونو د هغې د زوی جسد تښتولی دی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса