Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2022

ایران کې د لاریونونو دوام؛ د اعتراض کوونکو وژل بوږنوونکی وبلل شو

0
د ایران په زاهدان ښار کې د پرونیو اعتراضونو پرمهال د معترضانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د تاوتریخوالي راپور ورکړل شوی.


د ایران په بېلابېلو ښارونو او له هغې ډلې په زاهدان کې پرون هم اعتراضونو د لوی مذهبي مشر پرضد د شعارونو په ورکولو سره دوام وکړ.


پر ټولنیزو شبکو په خپرو شویو تصویرونو او ویډیوګانې کې سلګونه کسان په داسې حال کې ښکاري چې سړکونو ته راوتلي دي او د حکومت پرضد شعارونه ورکوي.


په جنوب ختیځ ښار زهدان کې د معترضانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د نښتو راپور هم ورکړل شوی دی.


د آزادۍ راډیو د فردا څانګې د راپور له مخې پرون د جمعې له لمانځه وروسته پر یو شمېر معترضانو د امنیتي ځواکونو له خوا ډزې وشوې.


راپور زیاتوي چې په زاهدان کې د تېرو څلورو اونیو په اعتراضونو کې له نوي زیات کسان وژل شوي دي.


په ناروې کې دېره د ایران د بشری حقونو د څار سازمان ویلي چې په زاهدان کې د تېرې یوې میاشتې په مظاهرو کې د وژل شویو شمېر بوږنوونکی دی.


په ایران کې د حکومت پرضد دخلکو پراخ اعتراضونه څو اونۍ مخکې وروسته له هغه پیل شول چې د مهساامیني په نوم ۲۲ کلنه نجلۍ د امنیتي ځواکونو له خوا تر توقیف او د راپورونو له مخې له شکنجې وروسته ووژل شوه.




په عین حال کې پرون د پلازمېنې تهران په ګډون د ایران په بېلابېلو ښارونو کې د شېراز ښار په یوه جومات کې د خونړۍ حملې د غندنې لپاره لاریونونه وشول.


د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې په شاهچراغ جومات کې د چارشنبې ورځې په چاودنه کې لږترلږه ۱۵ کسان وژل شوي دي.


د جومات یوه خادم ناصرعلیپور له اسوشیتیدپریس خبري آژانس سره په مرکه کې د دې حملې پرمهال خپل د سترګو لیدلی حال داسې بیان کړی: "د احمد ابن موسی حرم ته راننوتل او پر عبادت کوونکو او مجاورانو یې چې په حرم کې ولاړ و، ډزې وکړې. پور عیسی چې زموږ د خادمانو له ډلې و، شهید شو."


د دې برید مسوولیت د اسلامي دولت یا داعش تندلارې ډلې منلی او ویلي یې دي چې د دوی یو غړی جومات ته ننوت او پر عبادت کوونکو یې ډزې وکړې.


ایراني چارواکو ویلي دي چې په دې حمله کې احتمالاً د څو کسانو لاس و.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса