Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2022

راپورونه: امریکایان غواړي له طالبانو سره پر یو لړ موضوعاتو خبرې وکړي

0
د یو شمېر راپورونو له مخې امریکایان غواړي له طالبانو سره پر یو لړ موضوعاتو خبرې وکړي.


وروسته تر دې چې د جولای په یو ۳۱مه په کابل کې د امریکا د بې پيلوټه الوتکې په برید کې د القاعده مشر ایمن الظواهري ووژل شو، امریکایي لوري په افغانستان کې د ترهګرو موجودیت ته اندېښنه ښکاره کړه، همغه و چې نږدې درې اوونۍ مخکې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امریکایانو او طالبانو ترمنځ خبرې وشوې، خو د نویو خبرو په تړاو طالبان وایي چې په لنډ راتلونکې کې په لوړه کچه د خبرو پروګرام نه لري.




داسې ناتایید شوي راپورونه خپاره شوې دي چې د طالبانو د رییس الوزرا د مرستیال ملا بردار په مشرۍ پلاوی به د امریکا د ملي امنیت له سلاکار جیک سیلوان او د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې له مرستیال ډیویډ کوهن سره په دوحه کې وګوري.


د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت دا راپورونه بې بنسټه بللې دي، خو په کابل کې د جمعې په ورځ د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار وویل چې خبرې روانې دي.




هغه وویل: "د امریکا متحد ایالتونو له طالبانو سره د نویو مذاکراتو سلسله پيل کړې ده، په لوړه کچه د امنیتي او استخباراتي مسوولینو په سطحه او غواړي چې د دوحې د پخوانیو خبرو په څیر بیا له طالبانو سره دوه اړخیزې خبرې وکړي او نوی تړون وکړي."


تر اوسه امریکایي چارواکو د دې مذاکراتو تایید نه دی کړی، خو نږدې درې اوونۍ مخکې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو د استخباراتو د مشر عبدالحق وثیق او د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې د مرستیال ډیویډ کوهن ترمنځ مذاکرات وشول.




د دې خبرو په تړاو امریکایي لوري وویل چې په افغانستان کې د بهرنیو ترهګرو موجودیت ته اندېښنه لري او دا اندېښنې یې له طالبانو سره شریکې کړې.


طالبانو بیا دا خبره وکړه چې د دوحې په غونډه کې یې په افغانستان کې د امریکا د بې پيلوټه الوتکو د بریدونو د مخنیوي په تړاو خبرې کړې دي.


د دې خبرو نور جزییات خپاره نه شول.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса