Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2022

افغان کرېکټ لوبډله سبا له سرېلانکا سره لوبه کوي

0
ټاکل شوې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله د ۲۰ اوریزه کرېکټ نړیوال جام سیالیو په دوام سبا (د لړم په لسمه) له سرېلانکا سره لوبه وکړي.


داسې وړاندوینه شته چې ښايي سبا به باران وشي او لوبه به بې پایلې وي.


خو که لوبه وشي، نو د استرالیا په برسبین ښار کې به د افغانستان پر وخت سهار اته نیمې بجې لوبه پيلیږي.


د افغانستان وروستۍ دوه لوبې له نیوزیلنډ او ایرلنډ سره د باران له امله ترسره نه‌شوې او له هرې لغوه شوې لوبې څخه ټولو لوبډلو یو یو امتیاز ترلاسه کړ.


د افغانستان ټيم وړمه ورځ برسبېن ښار ته رسیدلی او هلته یې د لوبې لپاره چمتووالی پيل کړی.


د کرېکټ د ۲۰ اوریزه نړیوال جام سیالیو په دوام به نن د اسټرالیا او ایرلینډ لوبډلې یو له بل سره ولوبیږي.


پرون هند له جنوبي افریقا ماته وخوړه، پاکستان هالند ته ماته ورکړه او بنګله‌دېش له زمبابوې وګټله.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса