Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2022

زابل کې د ترافيکې پېښې له امله دېرش کسان ټپيان شوي دي

0
په زابل کې یوې ترافیکي پېښې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه دېرش تنه ټپیان کړي دي.


د زابل د عامې روغتیا مشر ډاکټر عبدالحکیم حکیمي وایي، پیښه د ورا د یوې مازدا ډوله موټر او ټېلر د ټکر له کبله شوې ده.


نوموړی وايي: "د کاکړانو په سیمه کې د یوې مازدا ډوله موټر چې د واده خلک یې انتقالول او ټېلر ترمنځ سخت ټکر وشو، له امله یې شاوخوا دېرش تنه هېوادوال ژوبل شول، د ځینو حالت د اندیښنې وړ دی."


ښاغلی حکیمي وایي، ټپیان تر لومړنیو خدماتو وروسته د کلات مرکزي روغتون کې بستر شوي او یو شمېر یې وینې ته اړتیا لري.


که څه هم د دغې ترافیکي پېښې لامل لا روښانه نه‌دی، خو د خوښیو پر مهال دا ډول خونړۍ پېښې تر ډېره د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له کبله رامنځته کېږي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса