Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2023

کرېکټ؛ یو شمېر افغان لوبغاړي د پاکستان غوره لیګ ته ولاړل

0
د افغانستان کرېکټ یو شمېر ملي لوبغاړي د عربي متحده اماراتو د شلو اورونو لوبلړۍ تر ګټلو وروسته پاکستان ته رسېدلي دي.


دغه لوبغاړي به د پي ایس ایل په روانو سیالیو کې بېلا بېلو لوبډلو ته ولوبیږي.


په دې لوبغاړو کې لوبډلمشر راشدخان د لاهور قلندرز، مجیب الرحمن او عظمت الله عمرزی د پېښور زلمو او رحمن الله ګربز او فضل حق فاروقي د اسلام اباد یونایټیډ په لوبډلو کې شامل دي.


دوه نور افغان لوبغاړي قیس احمد او اظهارالحق نوید له وړاندې یاد لیګ ته ورغلي چې د کویټې او ملتان په لوبډلو کې لوبه کوي.


همدارنګه افغانستان کرېکټ بورډ نن د فبرورۍ میاشتې ۲۱مه په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې په لیګونو کې نه لوبېدونکي لوبغاړي بېرته کابل ته ستانه شوي دي.


د ویلو ده چې افغان ملي لوبډله د مارچ میاشتې تر وروستۍ اونۍ دمه لري او بیا به په اماراتو کې د پاکستان پر وړاندې د درې شلاوریزو سیالیو لوبلړۍ ولوبوي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса