Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2023

د افغاني سرې مياشتې ټولنې مشر دوحه کې له بهرنيو ډيپلوماټانو سره د مرستو پر جذب خبرې کړي

0
د افغاني سرې میاشتې ټولنې مشر په دوحه کې له یوشمېر بهرنیو ډيپلوماتانو سره دغې ټولنې ته د مرستو په جلب او جذب خبرې کړي دي.


دغې ټولنې په جلا جلا خبرپاڼو کې ویلي چې، مشر یې مطیع‌الحق خالص تر اوسه د جنوبي کوریا او هالند له ډيپلوماتانو سره کتلي او هغوی د مرستو د دوام ډاډ ورکړی دی.


افغاني سرې میاشتې او سره صلیب څو ورځې وړاندې په دوحه کې یوه ګډه غونډه هم جوړه کړې وه چې، افغانانو ته د ښو روغتیایي خدمتونو او د بې‌وزلو په لاس‌نیوي ټینګار په‌کې وشو.


معلومه نه‌ده چې دې غونډه کې افغاني سرې میاشتې ټولنې سره ټولټال د څومره پیسو مرسته اعلان شوې ده.


دا غوښتنه داسې مهال کېږي چې، د ملګرو ملتونو د موندنو له‌مخې سږ کال څه باندې ۲۸ ملیونه افغانان د ژوندي پاتې کېدو لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري او دغې اړتیا ته د رسېدو لپاره ۴ اعشاریه شپږ ملیارده ډالر غوښتل شوي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса