Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2023

هندوستان هم د ټېسټ اتلولۍ پایلوبې ته لار پیدا کړه

0
په احمداباد ښار کې د اسټرالیا او هند ترمنځ څلورمه ټېسټ سیالي بې پایلې پای ته ورسېده او له دې لوبلړۍ د ترلاسه شویو نومرو پر اساس هند پایلوبې ته ووت.


د لوبلړۍ وروستۍ ټېسټ لوبه د کرکټ په تر ټولو ستر نریندرا مودي لوبغالي کې د مارچ په ۹مه نېټه پیل او نن دوشنبه بې پایلې ته ورسېده.


د دې سیالۍ لومړۍ پاڼۍ اسټرالیا ترسره کړه چې ۴۸۰ منډې یې وکړې.


د دوی په توپ وهونکو کې عثمان خواجه ۱۸۰ او کیمرن ګرین بیا ۱۱۴ منډې کړې وې.


هندۍ لوبډلې ته اشوین ۶ او محمد شامي ۲ لوبغاړي وسوځول.


د هند لوبډلې خپله لومړۍ پاڼۍ تر ۵۷۱ منډو پورې وغځوله او بیا وسوځېدل.


پخواني لوبډلمشر ویرات کولي تر ټولو زیاتې ۱۸۶ او شبمن ګیل بیا ۱۲۳ منډې جوړې کړې.


د اسټرالیا په توپ اچونکو کې ټډ مورپي او نتن لاین د هند ۳ـ۳ لوبغاړي وسوځول.


په دې سیالۍ کې اسټرالیا ته د دویمې توپ وهنې نوبت هم ورغی، خو د ۵مې ورځې تر پایه یې د ۲ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۷۵ منډې وکړې او د لوبې ټاکلی وخت بشپړ شو.


د دې لوبلړۍ لومړنۍ دوه لوبې هند او درېيمه بیا اسټرالیا ګټلې وه، په دې سره هندۍ لوبډله ګټونکې شوه.


په دې سیالۍ کې ویرات کولي د غوره لوبغاړي او اشوین او جدیجا بیا په شریکه د لوبلړۍ د غوره لوبغاړو جایزې وګټلې.


اسټرالیا چې درېیمه ټېسټ سیالۍ وګټله د ټېسټ اتلولۍ پایلوبې ته یې لار پیدا کړه، خو بل لورته د نیوزیلنډ او سریلانکا ترمنځ په لومړنۍ ټېسټ سیالۍ کې د کوربه لوبډلې بریا هند ته هم د پایلوبې لوبولو چانس برابر کړ.


اوسمهال د ټیسټ اتلولۍ د نومرو په جدول کې اسټرالیا لومړۍ او هند دویم مقام لري.


دواړه لوبډله به د روان کال د جون میاشتې په ۷مه نېټه د انګلستان په اوول لوبغالي کې پایلوبه ولوبوي.


د ویلو ده چې هند د دویم ځل لپاره د ټېسټ اتلولۍ پایلوبې ته لار پیدا کوي او د لومړي پړاو اتلولي بیا نیوزیلینډ ګټلې وه.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса