Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2023

ننګرهار کې سږ کال د نارنج ګل دوديزه مشاعره له خپل وخت مخکې ترسره شوه

0
د کب مياشتې په ۲۹مه د جلال‌اباد ښار سراج العمارت تاريخي بڼ کې د نارنج ګل دوديزه مېله او مشاعره ترسره شوه.


هر کال د پسرلي په راتلو سره چې ننګرهار کې د نارنج ګلونه په سپړېدو شي، د جلال اباد ښار کې د نارنج ګل په نوم دوديزه کلنۍ مېله او مشاعره ترسره کېږي.


سږ کال د طالبانو تر واک لاندې د ننګرهار د اطلاعات او کلتور رياست دا مشاعره ځکه له خپل وخت څو ورځې وختي جوړه کړه چې، د دوی په خبره د روژې مبارکې مياشت له پسرلي سره يو ځای راغله او بيا مشاعره ځنډېدله.




د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي نور محمد حنيف وويل، د نارنج ګل مشاعره له تېرو څو لسيزو راهيسې د هر نظام پر مهال د ځايي شاعرانو او فرهنګ‌پالو له‌خوا نمانځل کېږي.


نوموړي وويل: "نارنج ګل مشاعره د حکومت له‌خوا ترسره کېږي، خو کاملاً ولسي رنګ لري. ولسي بڼه لري، دغه مشاعره اوس د ننګرهار دوديزه مشاعره ګڼل کېږي، چې د پسرلي په رنګين موسم کې ترسره کېږي. د نارنج ګل له مشاعرې سره د مېلې کلمه هم کاريږي، ډېر کلونه د نارنج ګل له مشاعرې سره يو ځای بازار ته ورته مېله هم جوړه شوې ده، ملي خوشالۍ به کېدلې، کوچيانو به اوښان ورته راويستل، کېږدۍ به جوړېدلې او د کوچيانو د ژوند تصوير به وړاندې شو."




د جلال‌اباد ښار سراج العمارت په تاريخي بڼ کې د نارنج ګل دوديزه مېله او مشاعره کې د هېواد مرکز او ولایتونو څخه لیکوالانو، شاعرانو، مسوولینو او د کوزې پښتونخوا څخه راغليو شاعرانو برخه اخیستې وه.


شاعرانو په خپلو شعرونو کې د مينې، ورورلۍ، ټول هېواد کې د تل‌پاتې سولې او ارامۍ پېغامونه ورکړل.


د نارنج ګل سږنۍ مشاعره کې د دغه ولايت د تياتر لوبغاړو تمثيل هم وړاندې کړ چې د خلکو له‌خوا بدرګه شو.




د يادې مشاعرې په څنډه کې د ننګرهار د خطاطانو اتحادیې له لوري جوړ شوی نندارتون هم نندارې ته وړاندې شو.


د نارنج ګل مشاعره په لومړي ځل په ۱۳۴۴ هـ ش کال په جلال‌اباد ښار کې د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور رياست او د دې سيمې ادب‌پالو په زیار او نوښت ترسره شوه.


له تېرو څو لسيزو راهيسې هر کال دا مشاعره د پسرلي په راتلو او د نارنج ګلونو د وږمو له خپرېدو وروسته ترسره کېږي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса