Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2023

نن د افغانستان او پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې درېيمه شل اوريزه لوبه کوي

0
ټاکل شوې د افغانستان او پاکستان د کرېکټ ملي ټیمونه نن شپه په خپلو کې درېیمه شل اووره مسابقه وکړي.


دغه مسابقه د کابل پر وخت دشپې اته نیمې بجې د شارجه د کرېکټ په میدان کې پیلېږي.


افغانستان له پاکستان څخه د درېیو شل اووره مسابقو تاریخي لوبلړۍ په پرونۍ بریا سره ګټلې ده.


پاکستان په دویمه لوبه کې تېره شپه د ۱۳۱ منډو هدف ټاکلی و، چې افغان لوبډلې دغه هدف د لوبې په وروستي اور کې د ۳ وېکټو په سوځېدو پوره کړ.


دا لومړی ځل دی، چې دواړه هېوادونه په خپلو کې د شلو اوورونو نړیوالې مسابقې کوي.


افغانستان په لومړۍ لوبه کې هم پاکستان ته په ۶ وېکټو ماتې ورکړې وه.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса