Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Апрель
2023

۳۵۳ افغان پناه غوښتونکي کاناډا ته ورسېدل

0
کاناډایي چارواکو ویلي، نن پنجشنبه د ۳۵۳ افغان پنا غوښتونکو یوه الوتکه د دغه هېواد تورنټو ښار ته ورسېده.


د کاناډا د کډوالۍ او پناورکونې ادارې پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، دغه افغانان به د کاناډا په شپږویشتو بېلابېلو سیمو کې مېشت شي.


دغې ادارې ویلي، د ۲۰۲۱ کال د اګست له پنځلسمې تر اوسه له دېرش زرو ډېر افغان کډوال کاناډا ته ورغلي دي.


د طالبانو له راتګ وروسته څه باندې ۱۲۰ زره افغانان له افغانستانه و ایستل شول چې یوه ډېره برخه یې امریکا او پاتې نور یې اروپایي او یوشمېر نور هېوادونو کې ژوند کوي.


تر دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي چې د دغو افغانانو د مېشتېدو چارې ټکنۍ مخته روانې دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса