Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Апрель
2023

د بشري حقونو مدافع ډله: ايران کې تېر کال د اعدامونو په شمېر کې زياتوالی راغلی

0
د ایران د بشري حقونو مدافع ډلې وايي، په دغه هېواد کې تېر ۲۰۲۲ کال د اعدامونو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.


د ایران د بشري حقونو اوسلو مېشتې ډلې د راپور له مخې چې نن د اپرېل ۱۳مه یې خپور کړی د ایران رژیم ۲۰۲۲ کال لږ تر لږه ۵۸۲ کسان اعدام کړي.


دې ډلې ویلي دا له ۲۰۱۵ کال راهیسې د اعدامونو تر ټولو لوړ شمېر دی.


د دغو اعدامونو پر ضد د بشري حقونو فعالانو او بهر مېشتو ایرانیانو په ناروې او فرانسې کې مظاهرې هم کړې دي.


د ایران د بشري حقونو مدافع ډلې وایي، د ایران رژیم وروسته له هغه چې د مهسا امینې وژنې خلک وپارول د مظاهره چیانو او خلکو د وېرولو لپاره د اعدامونو سزاوې زیاتې کړې.


په ایران کې ګڼ هغه کسان هم په اعدام محکوم شوي چې د مظاهرو پر مهال نيول شوي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса