Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Апрель
2023

د طالبانو د بهرنيو چارو وزير نن د افغانستان په اړه د ازبکستان په غونډه کې ګډون کوي

0
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي نن د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په څلورمه غونډه کې ګډون کوي.


دا غونډه د ازبکستان پلازمېنې سمرقند په کوربه‌توب دایریږي.


د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل وویل: "متقي صاحب د یوه پلاوي په مشرۍ د ازبکستان هېواد په رسمي بلنه هلته روان شو. تمه ده چې نن به په سمرقمند کې د سیمې د بهرنیو چارو وزیرانو په کنفرانس کې چې د افغانستان په تړاو دایریږي ګډون ولري او وینا به وکړي."


په دې غونډه کې د روسیې په ګډون د افغانستان شپږ ګاونډیان، چین، ایران، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان ګډون لري.


د طالبانو حکومت تر اوسه د نړۍ کوم هېواد په رسمیت نه‌دی پېژندلی او تر دې مخکې ویل شوي وو چې د دوی د بهرنیو چارو وزیر دې غونډې ته نه‌دی بلل شوی.


د سمرقند غونډه د هغو ناستو په لړ کې جوړیږي چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته د طالبانو له رسېدو را وروسته د سیمې د بهرنیو چارو وزیرانو په نوښت پيل شوي او لومړی یې هدفونه د افغانستان ټول شموله نظام، سیاسي ثبات او د رامنځته شویو اقتصادي او بشري بحرانونو مخنیوی په ډاګه شوی.


لومړۍ دور غونډه د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر کې په پاکستان، دویمه هغه د ۲۰۲۱ کال په نومبر کې په ایران او وروستۍ د ۲۰۲۲ کال په مارچ کې په چین کې ترسره شوه.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса