Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2023

طالبان: په سمنګان کې یوه هیلیکوپټره غورځېدلې

0
د طالبانو حکومت د دفاع وزارت وايي، نن سهار یې یوه هیلیکوپټره په سمنګان ولایت سقوط شوې.


دې وزارت یوه خپره کړې اعلامیه کې لیکلي، په دې پېښه کې یې دوه پیلوټان هم وژل شوي دي.


اعلامیه زیاتوي، دا هیلیکوپټره نن سهار نږدې ۹ بجې د مزار شریف له هوايي ډګره سمنګان ولایت ته د ګزمې په هدف پورته شوه چې وروسته یې د سمنګان ولایت د خلم ولسوالۍ په سیغانچي سیمه کې د برښنا له یوې پایې سره یې ټکر وکړ او سقوط شوه.


د طالبانو دفاع وزارت دا معلومات نه‌دي ورکړي چې په سقوط شوې هیلیکوپټره کې وژل شوي پیلوټان د جمهوري نظام څخه پاتې هغه دي چې له دوی سره دنده مخته وړي او که نه هغوی دي چې وروستیو کې یې طالبانو د روزل کېدو خبر ورکړ.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса