Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2023

د حج په موخه د افغانانو لومړۍ جوپه عربستان ته روانه شوه

0
د طالبانو د حج او اوقافو وزارت د حج فریضې ادا کولو په نیت سعودي عربستان د افغانانو د لومړۍ جوپې د استولو خبر ورکړ.


د دغه وزارت په وینا، په لومړۍ جوپه کې تېره شپه د کابل له نړیوال هوایي ډګر څخه ۳۴۶ افغانان سعودي عربستان ته روان شول.


د طالبانو د ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت ویلي، دوی به سږکال د څلورو هوايي ډګرونو له لارې شاوخوا ۳۰زره افغانان د حج فریضې ادا کولو په نیت سعودي عربستان ته ولېږدوي.


تېر کال له افغانستانه ۱۳زره ۵۸۲ کسان د حج فریضې ادا کولو په نیت سعودي عربستان ته تللي وو.


د طالبانو د حج او اوقافو وزرات ویلي، سږ کال به پر هر تن د حج د ادا کولو له درکه ۳زره ۹۲۴ ډالره لګښت راشي.


تېر کال پر هر تن ۴زره ۱۳۰ امریکايي ډالره لګښت راغلی و.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса