Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2023

طالبانو کابل کې څلور کسان په شل شل دُرو وهلو او درې میاشتني بند محکوم کړي

0
د کابل په پغمان ولسوالۍ کې یوه ښځه او درې نارینه د طالبانو د یوې محکمې له خوا شل شل دُرو وهل شوي او په درې میاشتني بند محکوم شوي دي.


د طالبانو د حکومت سترې محکمې پرون چهارشنبه په یوه خبرپاڼه کې د دغه حکم د عملي کېدو خبر ورکړی او د اعلامیې له مخې محکوم شوي کسان په قرغې سیمه کې نیول شوي وو.


معلومه نه ده چې د محکومو شویو اصلي تور څه و، خو د سترې محکمې په اعلامیه کې ویل شوي چې دغه کسان 'د فسق او فجور په قضیه' کې نیول شوي دي.


طالبانو تر دې وړاندې هم په کابل او ولایتونو کې یوشمېر تورن کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي چې د بشري حقونو د ملاتړو بنسټونو غبرګونونه یې پارولي دي.


دغو بنسټونو په دُرو وهل 'غیر انساني او ظالمانه' کار بللی دی، خو د طالبانو حکومت یې ننګه کړې او دا یې د اسلامي قوانینو تطبیق بللی دی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса