Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2023

طالبانو او ایران د رېل د همکاریو د پراختیا هوکړه لاسلیک کړې

0
د طالبانو حکومت او ایران د رېل د همکاریو د پراختیا هوکړه لاسلیک کړې ده.


باختر دولتي اژانس چې د طالبانو په واک کې دی ویلي چې دا هوکړه پرون چهارشنبه د افغانستان د رېل پټلۍ د عمومي ریس ملا بخت الرحمان شرافت او یوه ایراني پلاوي ترمنځ په هرات کې لاسلیک شوه.


د هوکړې له مخې، ایران او افغانستان یو له بل سره د خواف- هرات د اوسپنې پټلۍ د پراختیا او د ورېښمو لارې د بیا پرانیستو هڅې کوي.


دا هوکړه په داسې مهال لاسلیکېږي چې د سې شنبې په ورځ د ایران او افغانستان ترمنځ د هرات-خواف پر رېل پټلۍ د توکیو د لېږد را لېږد بهیر پیل شو.


د یادونې ده چې دا پټلۍ ۲۲۵ کیلومتره اوږدوالی لري چې د افغانستان هرات ولایت د ایران له خواف ښار سره تړي.


دغه شان افغانستان دا پټلۍ د بندرونو او د اورګاډو د لیکو له لارې منځني ختیځ، ترکیې او اروپا ته د سوداګرۍ لپاره کارولی شي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса