Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2023

د پیسو نړیوال صندوق پاکستان ته د درې میلیارد ډالرو پور تصویب کړ

0
د پیسو نړیوال صندوق یا 'آی ایم ایف' پرون چهارشنبې اعلان وکړ چې پاکستان ته یې د درې میلیارد ډالرو پور تصویب کړ.


دغه اقدام به ښایي دا هېواد د پورونو د بېرته ورکولو د ستونزې له امله له دیوالي کېدو وژغوري.


دغې نړیوالې مالي موسسې وویل چې اجراییه بورډ موافقه وکړه چې دغه پیسې به د نهو میاشتو په موده کې پاکستان ته ورکول کېږي ترڅو د دې هېواد د اقتصادي ثبات د پروګرام ملاتړ وشي.


دغه اعلان څه کم دوه اوونۍ وروسته له هغې کېږي چې د پاکستان د صدراعظم، د دې هېواد د مالیې وزیر او یو شمېر نورو چارواکو د څو غونډو په نتیجه کې پاکستان او 'آی ایم ایف' اعلان وکړ چې دواړه لوري پریوه پلان سره سلا شوي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса