Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2023

ترکیه: افغان محصلانو ته هرکال ۳۰۰ نوې بورسونه ورکوو

0
په کابل کې د ترکیې د سفارت تعلیمي آتشې ویلي، چې هیواد به یې هر کال په خپلو پوهنتونونو کې افغان محصلانو ته ۳۰۰ بورسونه ورکوي.


باختر خبري اژانس پرون (پنجشنبې) راپور ورکړ، چې د ترکیې د سفارت تعلیمي اتاشې چنګېز دیمیر دا خبره د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت له مرستیال ډاکتر لطف الله خیرخواه سره په کتنه کې وکړه.


د خبر پر اساس، د ترکیې د سفارت شارژدافېر په دې خوښي ښکاره کړې چې په بلخ پوهنتون کې د ترکي ژبې د ادبیاتو څانګه پرانېستل شوې ده.


ترکیه له څو لسیزو راهیسې په خپلو پوهنتونونو کې د زده کړو لپاره افغان محصلانو ته بورسونه ورکوي او د دې تر څنګ په افغانستان کې د یو شمېر افغان ترک لېسو او ښوونځیو ملاتړ کوي.


طالبان له شبږم ټولګي پورته نجونې له زده کړو منع کړي او د دوی دا کار د ترکیې په ګډون اکثرو هېوادونو غندلی دی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса