Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2023

پولنډ د روسیې د واګنر ملېشو د احتمالي خطر لپاره خپل ختیځ ته اضافي ځواکونه لېږي

0
 


پولنډ د روسیې د واګنر ملېشو د احتمالي ګواښ د مخنیوي لپاره د دې هېواد ختیځ ته پوځي قطعې استوي.


PAP دولتي خبري اژانس د پولنډ د امنیتي کمیټې د منشي له قوله نن راپور ورکړ، چې دې کمیټې په بېلاروس کې د واګنر د امنیتي شرکت د ملېشو د ځای پرځای کېدو په ځواب کې دا پرېکړه د چارشنبې په ورځ په خپله غونډه کې کړې ده.


د واګنر مشر ایفګیني پرېګوژین د جولای په ۱۹مه په یوه ویډیو کې په داسې حال کې وښودل شو، چې په بېلاروس کې خپلو سرتېرو ته ښه راغلاست وايي.


نوموړی،هغوی ته وايي چې د اوس لپاره به د اوکراین په جګړه کې ګډون نه کوي، خو زیاتوي، د بېلاروس سرتېرو ته د پوځي روزنې له ورکولو وروسته خپلې وړتیاوې د افریقا لپاره خوندي وساتي. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса