Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2023

کرکټ؛ یو شمېر افغان لوبغاړو په درېیو سوداګریزو لیګونو کې ګډون کړی

0
د افغانستان د کرکټ یو شمېر لوبغاړو په درېیو سوداګریزو لیګونو کې د ګډونو په موخه امریکا، کاناډا او زمبابوې هېوادونو ته تللي دي.


که څه هم په دې تړاو د کرکټ بورډ ادارې څه نه دي ویلي، خو لوبغاړو په خپلو ټولنیزو پاڼو په یادو لیګونو کې د ګډون خبر ورکړی دی.


د امریکا په متحده ایالاتو کې د میجرلیګ په نوم سیالۍ په لومړي ځل پیل شوي چې راشدخان او قیس احمد بېلابېلو لوبډلو ته لوبېږي.


دغه راز د کاناډا شل اوریزه لیګ ګلوبل بیا تر څو کلن ځنډ وروسته یو وار بیا پيلېږي چې د فضل حق فاروقي او رحمن الله ګربز په ګډون به په کې ګڼ شمېر نور افغان لوبغاړي هم لوبه ترسره کړي.


همدارنګه د زمبابوې هېواد په لس اوریزه لیګ سیالیو کې چې په لومړي ځل ترسره کېږي محمدنبي عیسی خیل، مجیب الرحمن او حضرت الله ځاځی بېلابېلو لوبډلو پېرلي دي.


باید وویل شي چې په نږدې ورځو کې د افغانستان ملي لوبډله نړیوالې سیالۍ نه لري، خو د اګست په اخري اوونۍ کې به د پاکستان پر وړاندې درې یو ورځنۍ سیالۍ ولوبوي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса