Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2023

په اتلانتیک سمندرګي کې د یوې کښتۍ د نسکورېدو له کبله دوه کسان مړه شوي

0
د هسپانیا سواحلو ته څېرمه په اتلانتیک سمندرګي کې په پناه غوښتونکو د یوې بار کښتۍ د نسکورېدو په پېښه کې دوه کسان مړه شوي دي.


د هسپانیا د ژغورنې د خدماتو ادارې پرون سې شنبه ویلي، ګران کاناریا ټاپو ته څېرمه په دې پېښه کې تر ۸۰ زیات نور پناه غوښتونکي ژغورل شوي دي.


مخکې د مړو شمېر یو تن ښودل شوی و، خو اوس چارواکي د مړو شمېر دوه ښيي، چې یوه په کې ښځه او بل تن سړی دی.


څلور کسان چې برسېرتن ټپیان شوي وو، روغتون کې بستر شوي دی. د چا د لادرکۍ راپور نه دی ورکړل شوی دی.


د هسپانیا چارواکو ویلي، د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۹۵۱ پناه غوښتونکي چې هڅه یې کوله ځانونه هسپانیا ته ورسوي، په سمندر کې مړه شوي دي.


ډېری پناه غوښتونکي چې افغان وګړي هم په شامل دي، په خطرناکو لارو هڅه کوي ځانونه اروپايي هېوادونو ته ورسوي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса