مایکل کارپنټر: روسیه ښايي په سمندر کې د ماینونو په وسیله کښتۍ والوزوي
مایکل کارپنټر وویل چې روسیه به د دې ډول حملو په وسیله په تور سمندرګي کې پر ملکي کښتیو نورې حملې توجیه کړي.
د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان چې مرکز یې په ویانا کې دی مخکې له دې چې کارپنټر په واشنګټن کې په دې اړه څرګندونې وکړي په یو بیان کې ویلي و، چې معلومات ښيي روسیې د اوکراین پر بندرونو د حملو په هدف په سمندر کې نور ماینونه ځای پرځای کړي دي.
