'جوزیف بورېل' په اروپا کې قرانکریم ته د سپکاوي وروستي اعمال وغندل
بورېل نن چهارشنبې په یوه خپاره کړي بیان کې ویلي چې تنوع ته درناوی د اروپایي ټولنې یو اساسي ارزښت دی او زیاتوي چې په دې کې د نورو مذهبي ټولنو درناوی هم شامل دی.
بورېل وویل، اروپایي ټولنه په کور دننه او بهر د مذهبي یا د عقیدې او د بیان د ازادۍ ملاتړ کوي، خو د ده په خبره هر هغه څه چې قانوني دي، اخلاقي نه دي.
نوموړی دغه څرګندونې وروسته له هغې کوي چې څو ورځې وړاندې د ډنمارک په پلازمېنه کوپنهاګن کې یوه کس د عراق د سفارت مخې ته د قرانکریم نسخې وسوځولې.
تر دې مخکې څو میاشتې وړاندې په سویډن کې هم یو کس ورته یو عمل سرته رسولی و چې اسلامي هېوادونو یې پر وړاندې سخت غبرګون ښکاره کړ.
