Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2023

نایجر: جنرال چیاني تر کودتا وروسته د نوي دولت مشر اعلان شو

0
د نایجر هغو پوځيانو چې ولسمشر یې له واکه لرې کړ، څو ساعته وروسته تر دې چې جنرال عبدالرحمان چیاني د دوی ننګه وکړه، دی د دولت د مشر په توګه اعلان کړ.


پوځيانو له خپل ملت او نړیوالو وغوښتل چې د دغه نوي حکومت ملاتړ وکړي.


یوه ویاند پرون وویل، چې اساسي قانون تعلیق شوی او واک د چیاني په لاس کې دی.


د تیرې اونۍ په پيل کې د ولسمشر محمد بازوم ساتونکو کودتا وکړه.


بازوم دوه کاله مخکې د ټاکنو له لارې واک ترلاسه کړ.


په نایجر کې کودتا په داسې وخت کې شوې ده، چې په دغه هېواد کې د د سیاسي کړکېچ له امله د جهادي ډلو د پياوړتیا او په لویدیځه افریقا کې د روسیې د نفوذ زیاتیدو اندېښنې موجودې دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса